دلوبغاړو په اړه

نور احمد کم عمره لوبغاړی دی چې ای پي ايل کې بولۍ ته وړاندې کېږي

د هند تجارتي ليګ يا ای پي ايل بولي دا ځلې د دسمبر په ۱۹مه نېټه د هند په کلکته کې ترسره کېږي، چې دا ځلې په دغه بولۍ کې افغان توپ اچونکی نور احمد لکڼوال هم وړاندې کېږي، چې هغه ۱۴ کاله عمر لري او د ای پي ايل بولۍ کې به تر ټولو کم عمره لوبغاړی وي.

نور احمد لکڼوال چې د افغانستان د خوست ولايت اوسېدونکی دی، هغه اوس ۱۴ کاله او ۳۴۴ ورځې عمر لري او د هند تجارتي ليګ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی، چې برخه يې جوړېږي.

نوموړی چينامېن توپ اچونکی دی او د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې برخه دی، هغه د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو به اسيايي جام کې يو تر ټولو غوره توپ اچونکی و، چې ۸ لوبغاړي يې سوځولي و.

ويل کېږي چې نور احمد لکڼوال د افغانستان پخواني لوبډلمشر او د غوراوي کمېټې غړي ريیس احمدزي پېدا کړی و، هغه رسنيو ته ويلي، چې نوموړی يې په لومړي ځل د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په ټرايل کې ولېده، هغه وايي چې کله د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې روزونکی وم، نو هغه مې لوبډله کې شامل کړ او هغه ډېره ښه لوبه وکړ، زه د هغه له توپ اچونې ډېر متاثره شوم.

نور احمد لکڼوال همدا راز د افغانستان او هند ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو د ۵ يو ورځنيو لوبلړيو برخه هم و، چې هغه د هند پر وړاندې ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۹ ويکټې يې واخيستې.

ای پي ايل چې تل د نوو استعدادونو په لټه کې وي، د نور احمد لکڼوال استعداد يې هم کتلی دی او ډېر احتمال شته چې هغه دا ځل د هند تجارتي لیګ په بولۍ کې واخيستل شي.

په دغه سياليو کې راشد خان، مجيب الرحمان او محمد نبي له مخکې څخه لوبېږي او دغه لوبغاړو ته يې ډېر شهرت هم ورکړی دی، همدا راز دا ځلې يو شمېر نور افغان لوبغاړي هم په دغه بولۍ کې شامل دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې