نړیوال کریکټ

د قطر لس اوریز لیګ درې ورځې وروسته پای ته رسېږي.

د قطر لس اوریز کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شو؛ خو دا چې ځېنې افغان لوبغاړي په لس اوریز لیګ کې اخېستل شوي وو، ورسره جوخت د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې هم اخېستل شوي وو، چې په همدې وجه ځېنو افغان لوبغاړو لس اوریز لیګ پرېښود او پرځای یې د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ ته ولاړل.

د بنګله دېش لیګ کې حضرت الله ځاځی، شهزاد محمدي، محمدنبي عیسی خېل، نوین الحق، شفیق الله شفق، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدران او مجیب الرحمن په دې لیګ کې اخېستل شوي دي.

د قطر په سوداګریز کرکټ لیګ کې کریم صادق او افتاب عالم لا هم په یوولس کسیز سکواډ کې نه دي لوبېدلي خو په بشپړ نوملړ کې شامل دي.

کریم صادق په سوېفټ ګالوپرز لوبډله کې اخېستل شوی او کشر ورور افتاب عالم بیا په فلایئنګ اورېکس لوبډله کې اخېستل شوی دی.

د نومرو په جدول کې د لوبډلو مقامونه

سوېفټ ګالوپرز لوبډله د شپږ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده، فالکن هنټرز لوبډله د شپږ نومرو په لرلو سره دویم ځای نیولی، ډیزرټ رایډرز لوبډله ۵ نومرې لري، دریم ځای یې خپل کړی، فلائینګ اورېکس لوبډله د ۳ نومرو په خپلولو سره د نومرو په جدول کې څلورم ده، هیټ سټورمرز لوبډله د یوې نومرې په لرلو سره پنځم ځای او پېرل ګلاډېئټرز لوبډله د یوې نومرې په لرلو سره وروستی ځای لري.

د قطر سوداګریز لس اوریز کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه پای ته رسېږي، مخکې ویل کېدل، چې دا لیګ به د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه پای ته ورسېږي، چې خو دا چې د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د اسټرالیا بېګ باش لیګ پېلېږي او هلته د بنګله دېش سوداګریز لیګ هم روان دی؛ نو د قطر د لیګ لوبې رالنډې شوې.

بل پلو د بنګله دېش او اسټرالیا د لیګونو لوبو د قطر په لوبو تاثیرات غورځولي او ډېر خلک یې نه ګوري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې