لیګونهنړیوال کریکټ

په IPL کې د (RCB) لوبډلې، د پرله پسې ناکامیو لامل

دا چې اې بي ډي ویلیرز، کرېس ګیل، شین واټسن، کیون پیټرسن او داسې نور… نوموتي لوبغاړي چې په شل اوریزه لوبو کې خورا غټ نومونه او نړیوالې څهرې دي، د دې لوبډلې برخه ول. د بهرنیو تر څنګ، د هندوستان راهول ډراوېد، زهیرخان، کِل راهول، مانیش پانډې، دانیش کارتیک او داسې نور تجربه لرونکو لوبغاړي هم د بنګلور لوبډلې برخه وال ول.
نوموړې لوبډله د هندوستان د غوره لیګ بدبخته لوبډله نومول شوې ده. د IPL له پیل څخه چې 12 کاله کېږي تر اوسه، د ویرات کوهلي په نهه کلنې لوبډلمشرۍ کې، په دې نه ده توانېدلې، څو یو وار هم اتلولي وګټي.
په دې دومره کلونو کې، د دې لوبډلې مینه وال، لکه د نوک او وورۍ په څېر ورسره ولاړ دي. کمېږي نه، بلکې کال په کال ډېرېږي.
د IPL له پیله، چې له سرو بیرغونو سره لوبغالي ته راځي تر پایه د (RCB, RCB) نارې وهي. غږونه یې په ستوني کې خپ شي، خو د دوی مینه نه سړېږي.
په (2020م) کال کې د RCB لوبډلې ټاپ منجمنټ، د لوبډلې پیاوړي کولو نیت لري. دوی غواړي چې یو شمېر تیز لوبغاړي و پېري لکه؛ کریس لین، ډیویډ میلر، میچل سټارک، رابین اوتاپا، جادواُندکټ او داسې نور… له افغان لوبډلې څخه رحمان الله ګُربز هم د دوی لپاره ښه آپشن ځکه دی، چې RCB یو تېز ویکټ ساتونکي او د پیل توپ وهونکي ته ډېره اړتیا لري. بنګلور لوبډلې له بولۍ څخه د مخه، 11 لوبغاړي چې (6) یې بهرني دي، له خپل نوملړه لرې کړل. دوی اوس 27.9 میلیونه هندۍ کلدارې ځان سره پاتې لري او کولای شي د کریکټ غټ نومونه ورباندې وپیري.
راځئ چې یو څو قدمه شاته لاړ شو او وګورو چې څه د دې لامل شوي؟ چې دا لوبډله بریا ته نه رسېږي.
د کلیدي هندي لوبغاړو نشتون:
د IPL تاریخ کې ممبي اینډینز د (څلور) او چینای سوپر کېنګز د (درې) وارې اتلولیو په ترلاسه کولو سره بریالۍ لوبډلې دي. دا ځکه چې دوی له ځان سره پیاوړي هندي لوبغاړی لري. چینای لوبډله د ایم ایس ډوني سربېره سریش راینا، روېنډرا جدېجا، امبټي رایدو، هربجن سینګ، موعیت شرما، مورلي ویجې او داسې نور… تجربه لرونکي لوبغاړي لري. له بلې خوا د ممبي اینډینز لوبډلې سره د روهیت شرما تر څنګ هارډیک پانډیا، کورنال پانډیا، جسپریټ بومرا، یوراج سینګ او داسې نور… لوبغاړي شتون لري، چې په نورو لوبډلو یې سام دروند دی.
د RCB لپاره ویرات کوهلي او یوزویندرا چاهل دوه ځانګړي او کلیدي لوبغاړي دي، چې لوبډله یې زیات حساب ورباندې کولای شي. دا په داسې حال کې ده چې په IPL کې لوبېدونکې لوبډلې باید 65 سلنه با تجربه لوبغاړي وکاروي.
په ویرات کوهلي او اې بي ډي ویلرز ډېره تکیه کول:
دې کې شک نشته چې ویرات کوهلي او اې بي ډي ویلیرز خورا ښې لوبې کړي او ډېرې منډې یې جوړې کړي دي، خو د RCB بیټینګ خورا زیان منونکی ده یو ځل چې ویرات کوهلي او اې بي ډي ولیرز پاویلین ته بېرته ستانه شي نو بیا شاته داسې څوک نه وي چې حساب پرې وشي. او همدا د دې لامل وګرځي چې د دوی بیټینګ لاین له سقوط سره مخ کېږي.
په RCB کې د لوبغاړو دوامداره نه پاتې کېدل:
کله چې د چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبغاړو په اړه غږیږو نو ذهن ته مو فاف ډو پلیسي، ډوین براوو، کیرون پولارډ، او لسیټ ملینګا راځي، خو RCB پرته له اې بي ډي ویلیرز څخه بل پر هېڅ کوم کورني یا بهرني لوبغاړي اعتبار ونکړ او تجربه لرونکي لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د خراب مدیریت پریکړې:
رابین او تاپا، منیش پانډې، میانک اګروال، دنیش کارتیک، کِل راهول او کیدر جادو دا ټول یوځای د دې لوبډلې برخه ول. چانس نه ورکول کېده او یو خراب فصل یې تېر کړ، چې بالاخره دوی له RCB ګوښه کړل شول. د 2018م کال له بولۍ مخکې بنګلور پرېکړه وکړه چې سرفراز خان د کیدر جادو او کِل راهول په شان لوبغاړو سره بدل کړي.
نور لوبغاړي پر ځای، خو د راهول لرې کول ترټولو عجیبه پرېکړه وه، راهول په 2016م کال کې ځان د بنګلور لوبډلې یوه مهمه برخه باله. د اوسط له مخې یې 397 منډې په 146.99 سټرایکرېټ سره جوړې کړې. چې د ټپونو له کبله، ټول پړاو ونشو لوبولای. د راپورونو له مخې ګنګوسې دي چې 2020م کال IPL لوبو کې به کِل راهول د پنجاب لوبډلې کپټان وټاکل شي.
د با ارزښته توپ اچوونکو کمښت:
د کلونو په اوږدو کې د بنګلور توپ اچونه پاشل شوې ده. یوزویندرا چاهل یوازینی توپ اچوونکی دی، چې په تېرو کلونو کې یې بنګلور ته ښه فعالیت کړی دی. د بنګلور لوبډله ډېر ځله د لوبې په ډګر کې له پنځو متخصصو بالرانو پرته لیدل کېږي. تېر کال بنګلور KKR ته داسې لوبه وبایلله، چې په وروستیو څلور اورونو کې KKR ته 70 منډې په کار وې. بنګلور یو تېز بریدګر توپ اچوونکي ته اړتیا درلوده، خو دوی نه درلود، همدا یې لامل شو چې لوبه وبایلي او دا یوازې لوبه نه وه، دې ته ورته ډېرې لوبې یې په همدې شکل وبایللې.
د دې سره، سره بنګلور په نړۍ کې ترټولو مخکښه او د رای ورکولو حق داره لوبډله ده، چې په 2020م کال کې به په بولۍ کې ډېر لوبغاړي و پېري. او د نوي سر روزونکي (سیمون کتچ) سره به د بخت د بدلون هیله ولري. شیوام ډوبي، نویدیپ سیني او واشنګټون سوندر، هغه لوبغاړي دي چې بنګلور له ځان سره ساتلي. که چېري RCB د سږ کال آی پي ایل د ګټلو هوډ لري نو د دې لوبغاړو ښه لوبه کول او ځلېدل اړین دي.

لیکوال: “محمدآغا ابراهیم خیل”

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې