افغانستان کریکټ

د ګلبدین نایب ناندرۍ، د فرهان یوسفزي زارۍ- لیکوال: محمدآغا “ابراهیم خیل”

د افغانستان کریکټ بورډ یو ځل بیا پخوانی کپتان اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه وټاکه. د نړیوال جام په درشل کې اصغر افغان له کپتانۍ لیرې شوی وو او پر ځای یې ګلبدین نایب ټاکل شوی وو. خو تر نړیوال جام وروسته راشد خان کپتان شو.
د افغانستان د کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي ویلي دي چې د کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له دې وروسته د راشدخان پر ځای د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر دی او راشدخان به ورسره د مرستیال لوبډلمشر دنده پر مخ وړي.
خو ولې؟
د اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه د لیرې کیدو علت هم معلوم نه وو او اوس چې کله راشد خان له لوبډلمشرۍ لیرې شو، نو د هغه د لیرې کیدو علت هم نه دی معلوم. ځکه دا سیاسي جوړ جاړی دی.
کله چې له نړیوال جام څخه وروسته افغان لوبډله کابل ته را ورسېده، کرکټ بورډ غونډه جوړه کړه او د نوي کپتان لقب یې راشد خان ته ورکړ، راشد خان په خپلو خبرو کې وویل چې زما مرستیال به اصغر افغان وي د راشد خان دې خبرې د هېواد والو غوږونه پرانیستل او تر یو حده په حقیقت پوی شول چې راشد خان خو خپله په بهرنیو لیګونو کې بوخت وي او ډېر کله به افغان لوبډلې ته وخت پیدا نکړي. و انګېرل شوه چې اصغر افغان به بېرته د هرڅه مدیریت خپل لاس کې واخلي او همداسې وشول. د راشد خان په کپتانۍ کې مونږ ولېدل چې اصغر افغان تر راشد خانه په لوبغالي کې ډېر بوخت وي او ډګر ساتونکي خپله تنظیموي دا دې څرګندونه کوي چې هر څه دلته د انډیوالۍ په جوړجاړي باندې شوي دي.
په (۹۰مه) دقه کې د ګلبدین نایب ناندرۍ:
وروسته له دې چې د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي اصغر افغان یو ځل بیا د ټولو فارمټونو د لوبډلمشر په توګه معرفي کړ ګلبدین نایب پر فیسبوک لایو راغی او دې لانجمنې دوسېې ته یې دوه، درې نورې غوټې هم ور واچولې. ګلبدین پر اصغر افغان تور ولګاوو چې د نړیوال جام په درشل کې هغه د افغانستان په نوم او د افغانستان په خلکو ملنډې ووهلې او د هېواد والو له احساساتو سره یې لوبې وکړې نو له دې امله دی نه غواړي چې د اصغر افغان تر کپتانۍ لاندې لوبه وکړي. ګلبدین زیاته کړه نړیوال جام کې د دې ټولو بد بختیو لامل همدا اصغر، نبی او راشد وو چې مشري یې د کرکټ بورډ پخواني رئیس عاطف مشعل په غاړه درلوده.
ګلبدین وایي زه نه کرکټ بورډ سره کومه ستونزه لرم او نه د کرکټ بورډ له رئیس سره. خو تر هغه به زه نړیوال کرکټ نکوم تر څو چې اصغر افغان کپتان وي.
ګلبدین همدارنګه وایي: په تېر سیریز کې يې هشمت ځکه ډراپ کړ چې هغه نړيوال جام کې زما سره د هيواد په خاطر لوبه وکړه او کله کله به مې اطاق ته راتلو. نو پوښتنه دلته ده چې څنګه ستا لپاره یې حشمت ډراپ کړ او ته په ټیم کې وې او تا لوبه کوله؟
ګلبدین نایب له محمد شهزاد سره څه وکړل؟
کله چې د ګلبدین نایب د لوبډلمشرۍ پر وخت، پیلیز توپ وهونکی محمد شهزاد له نړیوال جام نه وویستل شو، نو په کابل کې یې د رسنیو تر مخې وویل: کله چې زما د ناروغۍ خبر د آی سي سي پر پاڼه خپور شو، نو ما یو بل نه پوښتنه کوله او ورته مې ویل، چې زه خو بېخي جوړ یم، نو اخیر ولې؟ بیا وایي، چې ګلبدین ته مې ډېرې زارۍ وکړې او ورته مې وژړل چې داسې مه کوه، زه جوړ یم او لوبه کولای شم، خو نایب مې خبره ونه منله او وروسته یې دا ښېرا وکړه:
چا چې زه له ۲۰۱۵ او همدې یعنې ۲۰۱۹ نړیوال جامونو څخه لرې کړی یم او د چا چا پکې لاس وي، نو خدای دې یې تبا او برباد کړي.
پښتو کې متل وايي: مه کوه په چا چې وبه شي په تا.
فرهان یوسفزي بیا په دغو ټکو د ګلبدین نایب د رازي کولو کوښښ کړی:
تاسو زمونږه اتل یاستۍ او اوسئ به تل ښاغلیه.
هیڅکله د ځان لپاره فکر مکوئ د هېواد لپاره، د کرکټ د مینوالو لپاره او د لوی افغانستان لپاره فکر وکړه او راتلونکو لوبو لپاره ځان چمتو کړه.
تاسو باید ځانته نه بلکه افغانستان ته وګورئ، ملي ګټې په نظر کې ونیسئ او د هېوادوالو لپاره لوبه وکړئ. هېڅکله د ځان هیلې د خپل ځان استعداد په بل پورې مه تړئ، بلکې ځان د نورو لپاره ولوبوئ.
د کرکټ د مینه والو د زړونو د ترلاسه کولو او کرکټ د لا خدمت لپاره دا ښه لار نده، چې تاسو اوس انتخاب کړې ده.
آیا کرکټ د سیاسیونو تر انحصار لاندې ده؟
ځیني سیاسي کړئ شته چې په کرکټ کې د خپلو شخصي موخو لپاره لاسوهنې کوي، او ګلبدین نایب په خپلو خبرو کې په ښکاره توګه د پخوانۍ ادارې رئیس او اوسنی د افغانستان سفیر په پاکستان کې عاطف مشعل ته ګوته ونیوه چې ګواکې د دا هر څه چې له ده سره په نړیوال جام کې وشوه دا د عاطف مشعل په خوله شوي.
له بله خوا بیا پرون د ولسمشر سلاکار او د کرکټ بورډ سیاسي غړي ضياء الحق امرخېل پر خپله فیسبوک پاڼه دا څرګندونې وکړې.!
د کرکیټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ادارې مشرتابه د عدم مدیریت او وظيفوي غیابت ترڅنګ، د کریکیټ په الف و با هم نه پوهیږي. د خپل سرو، احساساتي اونامعقولو پریکړو سره د بورډ نور غړي نه همغږي او نه یې په بدو عواقبو کې شریک دي، د غړي په توګه مې رسمي یاداشتونه بورډ ته هم ورکړي.
زه په دې پریکړو کې شریک نه یم.
د امرخېل له څرګندونو دا ثابتېږي چې فرهان یوسفزي دا پرېکړه په خپل سر تر سره کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې