نړیوال کریکټ

د حضرت ځاځی پنځوسیزې راج شاهي ریلز لوبډله بریالۍ کړه

د افغانستان چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي نن د بنګله دېش غوره ليګ کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د هغه پنځوسيزې د نوموړي لوبډله راج شاهي رايلز بريالۍ کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ دريمه لوبه نن د ډهاکه پلاټون او راج شاهي رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د دغه لوبې په پيل کې پچه راج شاهي رايلز لوبډلې وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

ډهاکه پلاټون لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې انام الحق ٣٨ او جاکر علي ٢١ منډې وکړې.

د راج شاهي رايلز له لوري ابو جاوېد ٢، تېج الاسلام، فرهاد رضا، الوک کپالي او روي بوپارا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٣٥ منډو هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ١٨.٢ اورونو کې پوره او په ٩ ويکټو يې د ډهاکه پلاټون لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له ډلې چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو پر مټ يې په ٤٧ توپونو ٥٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. همدا راز ليتون داس ٣٩ او شعېب ملک ٣٦ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د ډهاکه پلاټون له لوري مهدي حسن ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې پرون د محمد نبي په لوبډلمشرۍ رنګپور رېنجرز لوبډلې شرموونکې ماته خوړلې وه. همدا راز نن به دويمه لوبه د چټاګرام چېلنجرز او کهلنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې