نړیوال کریکټ

د سريلانکا قوي لوبډله پاکستان ته ورسيده!

سريلانکا کريکټ بورډ د پاکستان د سفر لپاره د ټیسټ لوبډله څو ورځي اعلان کړه.

د سريلانکا کريکټ لوبډله چي څو عمر وړاندي پاکستان ته تللې وه،د ځوانو لوبغاړو جوړه وه خو له جامونو سره مله او په ډاډ سره بيرته خپل هيواد ته ستنه سوه.

د ۲۰۱۷ز کال راهيسي د بيلابيلو هيوادونو لوبډلي د يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو لپاره پاکستان ته تللي خو د ۱۰ کلونو وروسته به يوځل بيا پاکستان د ټيسټ کريکټ کوربه وي.

که څه هم په تير کي هيڅ تجربه کاره سريلانکايي لوبغاړي دېته زړه نه ښه کوی چي پاکستان ته د لوبو لپاره ولاړ سي خو دا ځل ورته د پاکستان حکومت قناعت ورکړی او ټول لوبغاړي يې راضي کړيدي.

دا ځل د ۲ ټيسټ لوبو لپاره د ديموت کرونارتني په لوبډلمشرۍ سره د انجيلامتيوز او کوشال منديس په ګډون ۱۶ کسيزه لوبډله پاکستان ته تللې.

د سريلانکا کريکټ لوبډلي د ټيسټ لوبو سکواډ:

ديموت کرونارتني،کوشال پرير،انجيلامتيوز،دنيش چانديمال،کوشال منديس،لاهيروټريماني،ډننجايا ډيسلوا،نيروشان ډيکويلا،ديلروان پريرا،لاسيت ایبولډنيا،سرنګا لکمل،لاهيرو کمارا،ويشوا فرناندو، کسن راجيتا ،لکشان سندکن.

سريلانکايۍ لوبډله پرون پاکستان ته ورسيده او هلته د ګرم ښه راغلاست سره مخ سوه، دوی به ۲ ټيسټ لوبي د تيسټ کريکټ د چمپينشيپ ترمحور لاندي ترسره کړي.

لومړۍ لوبه د ډسمبر په يوولسمه او دويمه لوبه د ډسمبر په نوولسمه نيټه د راولپنډي او کراچۍ په لوبغالو کي ترسره کيږي.

تر دې وړاندي په اکتوبر مياشت کي هم ځواني سريلانکايۍ لوبډلي پاکستان ته سفر کړی وو چي د پاکستان د قوي کريکټ لوبډلي څخه يې د يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو سيريزونه وګټله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې