افغانستان کریکټ

د نوي لوبغاړو مخه سليکشن کميټي ډب کړي او که بل چا ؟
انضمام په خپل یوټيوب چاینل کې وايي.

د نوي لوبغاړو مخه سليکشن کميټي ډب کړي او که بل چا ؟
انضمام په خپل یوټيوب چاینل کې وايي چې د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې غړو مخالفتونه کول او نه یې غوښتل چې راشد ټيم ته راشي. ( هغه مهال څوک د دغې کمېټې مشر او غړي وو ؟) انضمام د چا نوم وانخیست خو وویل چې د ټيم د غوره کړل شویو لوبغاړو په لست کې یې د راشد نوم نه و. وايي ما وویل تر څو چې په لست کې د راشد نوم نه وي، زه یې نه منم. وايي بیا یې د زمبابوې سفر ته انتخاب کړ او راشد بیا د ټيم دایمي غړی شو.
نوټ: انضمام ته د ملي لوبډلې پخوانی منيجر شیر اغا همکار راشد ورپه ګوته کړ چې ښه لوبغاړي دی تاسو يې وګوري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې