نړیوال کریکټ

اميتاب بچن: ويراټ کوهلي مه په غصه کوئ!

ويراټ کوهلي په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې چې د هند په حيدراباد راجیو ګاندي لوبغالي کې ترسره شوه، ويسټ انډيزي توپ اچوونکي تر سختو بریدونو لاندې ونيول او ۹۴ منډو په جوړولو سره يې په هند ته په شپږو ويکټو بریا خپله کړه.

نوموړي شپږ شپږيزې او شپږ څلوریزې ووهلې او هند ته یې د درې شل اوریزو لوبو سیریز کې یو په صفر مخکیوالی ورکړ.

کوهلي چې په شل اوریزو سيالیو کې تراوسه سلیزه نه لري، د ويسټ انډيز خلاف په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې يې د خپل کیرئیر تر ټولو ډیرې ۹۴ منډې جوړې کړې،لدې وړاندې د نوموړي په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو ډيرې منډې په يوه لوبه کې ۹۰ وې.

ویراټ کوهلي چې په لوبو کې زیاتره په غصه ناکو سټایلونو شهرت لري، په تيره لوبه کې یې د ویسټ انډيزي توپ اچونکي کریک ویليمز څخه په شپاړلسم اور کې ۲۳ منډې جوړې کړې او د شپږيزې وهلو وروسته يې د (نوټ بوک یا کتابچه کې د څه لیکلو) سټایل ورپسې وکړ.

د لوبې وروسته د خبري کنفرانس پر مهال د کوهلي څخه د یاد سټایل کولو په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي يې په ځواب کې وويل، کریکټ پدې مانا دی چې باید سخته لوبه وکړې.خو په اخر کې تر ټولو مهمه دا ده چې خپل مقابل ته هم احترام ولرې.

د يادولو وړ ده چې کریک ویلیمز په ۲۰۱۷ کال کې چې کله يې ويراټ کوهلي سوځولی و، د «نوټ بوک» سټایل ورپسې کړی و او تیره لوبه کې ویراټ کوهلي هم وار ور ګرځوه.

(( نه، د سي پي ایل کې نه و، دا سټایل يې په ما پسې په جامیکا ښار کې کړی و،نو ما هم دا وګڼله چې زه هم باید څو ورته سټایلونه وکړم.خو لوبې وروسته هر سم وي، خنداګانې وي، د ښه کریکټ کولو لپاره دا ډير مهم وي، کله چې دا سټایلونه نه وي، کریکټ خوند هم ورسره نه وي.کريکټ همدا مانا لري، چې لوبه کې ښه زحمت وکړه او په وروستيو کې مخالف ته هم ښه احترام ولره!

په همدې شپه د ويراټ کوهلي لوبې ته د هند بالیووډ سينما وتلی اداکار امیتاب بچن هم پاتې و،نوموړي د ويراټ کوهلي د لوبې زیاته ستاینه وکړه او همداشان يې په مسخرې توګه توپ اچوونکو ته اخطار ورکړ،چې ویراټ کوهلي د لوبو پر مهال ونه ځوروي.کنه خپل غچ در څخه اخلي.

امیتاب بچن وویل: (( یار!، ما څو ځلې درته ويلي چې ویراټ کوهلي مه ځوروی!،خو تاسو ماته غوږ نه ږدی، اوس نو تاسو خپله وینی چې يو سم ځواب درکوي.))

د یادولو وړ ده چې د هند او ويسټ انډيز ترمنځ به دوهمه شل اوریزه لوبه سبا ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې