لیګونهنړیوال کریکټ

د پاکستان سوپر لیګ ټولې سیالي به په پاکستان کې وي

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالیو بولي تېر ماښام په لاهور کې ترسره شوه چې شاو خوا ۶ ساعته دوام یې وکړ، د پاکستان کریکټ بورډ رئیس احسان ماني په خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان سوپر لیګ ټولي سیالي به په پاکستان کې ترسره کېږي.

د پي سي بي (پاکستان کریکټ بورډ) رئیس احسان مانی وویل، کراچۍ ، لاهور ، ملتان او راولپنډۍ به د PSL کوربه وي.

احسان ماني د غونډې بریا لپاره له ټولو مننه وکړه او وویل چې ټولو فرنچائزیانو په PSL کې څلور چاند جوړ کړل.

معلوماتو له مخې، شاداب خان به د اسلام آباد یونایټډ لپاره بیا وټاکل شي.

د کویټې ګلیډیټرز جیسن روی د پلاټینم کټګورۍ کې غوره کړی.

مدافع اتل ، به هڅه وکړي دفاع وکړي ، سرفراز احمد

د لاهور قلندرز په پلاټینم کټګورۍ کې د آسټرالیا کریس لاین غوره کړ.

د ملتان سلطانز د انګلینډ معین علي د پلاتینوم کټګورۍ کې غوره کړ.

د اسلام آباد یونایټډ د پلاټینم کټګورۍ کې ډیل سټین او کولن انګرام غوره کړل.

د انګلینډ الیکس هیلز د پلاټینم کټګورۍ کې د کراچۍ کینګز برخه شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې