نړیوال کریکټ

د توپوهونکي تر سوځولو وروسته د توپ اچونکي جادو، دسمال نه يې چوکه جوړه کړه

تاسې به ډېر جادوګران ليدلي و، چې بېلا بېل ډول جادو ترسره کوي او خلک حېرانوي، خو په لومړي ځل په کرکټ کې يوه داسې جالبه پېښه وشوه، چې د توپوهونکي تر سوځولو وروسته توپ اچونکي خپله خوشحالي د جادو په ډول ولمانځله او په لاس کې نيولي رومال يا دسمال نه يې چوکه جوړه کړه.

په مزانسي سوپر ليګ (اېم اېس ايل) کې د سويلي افريقا ورو توپ اچونکي تبرېز شمسي په ډېر جالب ډول د ويکټ اخيستو خوشحالي ولمانځله، چې د هغه دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوې ده.

په سويلي افريقا کې د روان مزانسي سوپر ليګ کې چې يوې لورې ته په زړه پورې او جالبې لوبې ترسره کېږي، نو بل لوري ته د لوبغاړو خوندور سټايلونه هم مشهورېږي.

په اېم اېس اېل کې د پارل راکس لپاره لوبېدونکي تبرېز شمسي د ډربن هېټ لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او هغه د ډيويډ ملر ويکټ ترلاسه کړه، چې له هغه وروسته يې د دغه ويکټې ترلاسه کولو لمانځل په ډېر جالب انداز وکړل.

تبرېز شمسي د يوه جادوګر په څېر په خپل لاس کې د رومال يا دسمال نه چوکه جوړه کړه. د هغه دغه جادو د کرکټ مينه والو ډېر خوښ کړ او په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي دغه ويډيو ډېره لاس په لاس کېږي.

Mzansi Super League   

✔@MSL_T20

WICKET!

A bit of magic from @shamsi90 
# MSLT20

198

10:36 PM – Dec 4, 2019

Twitter Ads info and privacy

81 people are talking about this

د سويلي افريقا ٢٩ کلن لوبغاړى تبرېز شمسي تر دې مخکې هم په لوبو کې د توپوهونکو پر سوځولو داسې په زړه پورې او جالب سټايلونه کړي دي او په نوي ډول يې د ويکټې ترلاسه کولو خوشحالي لمانځلې ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې