نړیوال کریکټ

د پاکستان او سریلانکا ټېسټ سیریز لپاره ټیکټ بیه په ډاګه شوه

د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د دوه ټېسټ سیالیو لپاره د ټیکټ بیې اعلان شوي، چې د دسمبر اوومې نیټې څخه به د موجودو ټیکټ بیه ۵۰ روپۍ وي.

ټاکل شوي ده، چې د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د ټېسټ سیالیو لومړۍ سیالۍ د دسمبر په ۱۱مه نیټه پیل او د دسمبر ۱۵مه نیټه راولپنډي کې پایته ورسېږي، همدا راز دوېمه ټېسټ سیالۍ به د دسمبر پر ۱۹مه نيټه پیل شې، او په دسمبر ۲۳مه نیټه به په کراچۍ کې پایته ورسېږي.

یادونې وړ ده، چې په راولپینډی کې د ټېسټ سیالۍ لپاره ټیکټونه د دسمبر په ۷مه د (TCS) مرکزونو څخه ترلاسه کیدی شي، او د کراچۍ ټیکټونه د دسمبر ۹مه نیټې څخه د (TCS) مرکزونو څخه ترلاسه کیدی شي.

د پاکستان بورډ په وینا چې د ښوونځیو زده کوونکو او د کالجونو (پوهنتونونو) محصیلنو لپاره یو ځانګړی کارت ورکول کېږي، چې له دې کارت څخه زده کوونکو کې کولی شې لس ټیکټ کارتونه ترلاسه کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې