نړیوال کریکټ

مونټی ډیسای د ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهنې روزونکی وګمارل

ویسټ انډیز کریکټ بورډ د خپلې لوبډلې لپاره مونټی ډیسای د توپ وهنې د روزونکي په توګه وټاکه او نوموړي سره یې دوه کلن تړون امضاء کړ.

مونټي ډیسای لدې دندې وړاندې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پر مهال د اماراتو لوبډلې د توپ وهنې روزونکی و.

نوموړي د ویسټ کریکټ بورډ څخه هم مننه کړې چې د لوبډلې روزونکی یې ګمارلی.

نوموړي وویل: (( لومړۍ غواړم چې ویسټ انډیز کریکټ بورډ څخه مننه وکړم چې ماته یې دا فرصت راکړ چې د یو داسې لوبډلې روزونکی یې وټاکلم چې په نړیوال کریکټ کې ښه تاریخچه لري.زما هڅه به دا وي چې لوبډله بریاوو ته برابره کړم. او زه به د نورو روزونکو سره یو ځای د لوبډلې په مهمو نقطو کار وکړم.))

د ویسټ انډیز لوبډلې مشر روزونکي پېل سیمنز هم د مونټی ډیسای ستاینې کړې او نوموړی یې تجربه کار روزونکی یاد کړی دی.

سیمنز وویل: ((ما لدې وړاندې هم مونټی ډیسای سره یو ځای کار کړی،نوموړی يو استعدادي روزونکی دی او همیشه یې خپله وړتیا پدې کې ښودلې چې لوبغاړي سیالیو لپاره ښه چمتو کوي.))

د یادولو وړ ده چې ډیسای لدې وړاندې په ۲۰۱۸ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه کار کړی دی.

د افغانستان سربیره نوموړي د نیپال،کاناډا،په ای پي ایل سیالیو کې د راجستان رویلز او ګوجرات لاینز لوبډلې روزونکي دندې هم اجرأ کړي دي.

مونټی ډیسای به د هند خلاف د درې شل اوریز سیالیو د پیل وړاندې د ویسټ انډیز کریکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د درې شل اوریزو لوبو سیریز لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ په حیدراباد ښار رجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د شل اوریزو لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز هم ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې