نړیوال کریکټ

د انګلینډ د کریکت ملي لوبډلې پخوانی کپتان د ۷۰ کلنۍ په عمر وفات شو

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر یې باب ولز د ۷۰ کلنۍ په عمر سره وفات شو.

نوموړی د ۱۹۸۱ کال د ایشز سیالیو اتل هم نومول شوي وه.

دغه تېز توپ اچونکی باب ولز د انګلینډ په ۹۰ ټېسټ سیالیو کې او په ۶۴ یو ورځینو سیالیو کې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلي استازیتوب وکړ، ولز په ۱۹۷۱م کال کې کریکټ پیل کړ او په ۱۹۸۴م کال کې یې له کریکټ څخه تقاعد اعلان کړ.

د یادونې وړ ده، د باب ولز په مړینې سره د انګلیستان کریکټ بورډ هم خواشینې څرګنده کړي ده او لېکلي یې دي، د کریکټ یو غوره ملګری مو له لاسه ورکړ.

د انګلینډ کریکټ بورډ باب ولز تیر کال د ټېسټ سکیم غوره ۱۱ لوبغاړو کې شامل کړ.

محمدشبیرحسن زي

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې