نړیوال کریکټ

په دویمه ټیسټ لوبه کې هم له استرالیا د پاکستان سخته ماته !

د آسټرالیا او پاکستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د آسټرالیا په کوربتوب د ۲ ټیسټ سیالیو په لړۍ کي ئې دواړي آسټرالیا وګټلې او په دې سره ئې د دوو ټیسټ سیالیو لړۍ دوه پر صفر د پاکستان څخه وګټله.

د پاکستان او آسټرالیا ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه د تیري جمعې په ورځ پیل سوه، چي پکښي لومړی آسټرالیا پچه وګټله او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه.
آسټرالیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۸۹ منډي جوړي کړې، چي پکښي ډیویډ وارنر ۳۳۵ ناسوځېدلي، لابوس چینج ۱۶۲، وېد ۳۸ او سمیت بیا ۳۶ منډي جوړي کړې.

آسټرالیا ټيم د ۵۸۹ منډو وروسته پاکستان ته د توپوهني بلنه ورکړه.
پاکستانۍ لوبډلي په خپله لومړۍ پاڼۍ کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۲ منډي جوړي کړې او په دوهمه پاڼۍ کي ئې بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۹ منډي ترسره کړې.

پاکستان ټیم د دوو پاڼیو په لوبولو سره د آسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ منډي نکړې پوره او په دې سره آسټرالیا په دوهمه ټیست لوبه کي پاکستان په یوې پاڼۍ او ۴۸ منډي توپیر ماته ورکړه.

د پاکستان او آسټرالیا کرکیت لوبډلو ترمنځ یوه اونۍ مخکي لومړۍ ټیسټ لوبه هم ترسره سوه، چي آسټرالیا هغه کي هم په یوه پاڼۍ او ۵ منډو توپير پاکستان له ماتي سره مخ کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې