نړیوال کریکټ

مکي ارتر د سريلانکا ملي لوبډلې روزونکى وټاکل شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مشر روزونکى مکي ارتر اوس د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې روزونکى وټاکل شو، چې په خپل لومړي سفر کې به پاکستان ته لاړ شي او هلته به د پاکستان پر وړاندې د سريلانکا لوبډلې سره يو ځاى وي.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د سريلانکا کرکټ بورډ له مکي ارتر سره د دوه کلونو قرارداد لاسليک کړى دى، چې هغه به اوس د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي دنده پر غاړه ولري او په خپل لومړي سفر کې به له سريلانکايي لوبډلې سره د پاکستان سفر ترسره کړي.

پاکستان او اسټراليا په روانه مياشت کې ټېسټ سيالۍ لري، چې ښايي په پاکستان کې ترسره شي او دا به د پاکستان لوبډلې د روزونکي له دندې ليرې کېدو وروسته لومړۍ ټېسټ سيالۍ وي چې د پاکستان پر وړاندې او د سريلانکا لپاره به د لوبډلې سره يو ځاى وي.

همدا راز د پاکستان د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکى ګرانټ فلاور هم بيا د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې سره يو ځاى شوى دى، چې په يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو کې به د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي دنده ترسره کوي.

د يادولو ده چې مکي ارتر د ٢٠١٩ نړيوال جام نه وروسته چې پاکستان پکې خرابې لوبې ترسره او تر سختو نيوکو لاندې راغى، د پاکستان کرکټ بورډ نوموړى له دندې ليرې کړ.

مکي ارتر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په حېث له دندې ليرې کېدو وروسته په خپله يوه مرکه کې پر کرکټ بورډ سختې نيوکې هم کړې وې او ويلي يې و چې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره يې خپل شخصي ژوند تباه کړ، خو دوى ورسره ناځواني وکړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې