نړیوال کریکټ

د نېپال لوبغاړې شل اوريزو لوبو کې نوی نړيوال ريکارډ جوړ کړ

د نېپال ښځينه لوبډلې توپ اچونکې انجلي چاند نوی نړيوال ريکارډ جوړ کړ، هغې په نړيواله شل اوريزه لوبه کې پرته د کومې منډې ورکولو ۶ لوبغاړي وسوځول او ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ. هغې دا کارنامه د مالديپ ښځينه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه چې یوازې په ۱۳ توپونو يې ۶ لوبغاړي وسوځول او کومه منډه يې ورنه کړه.

۲۴ کلنې ورو توپ اچونکې په نړيوالو شل اوريزو په يوه لوبه کې د غوره توپ اچونې ريکارډ په خپل نوم کړ، چې په ښځينه او نارینه دواړو برخو کې دا تر ټولو ستر ريکارډ دی.

د نېپال دغه توپ اچونې ۶ واړه لوبغاړې په صفر وسوځولې، همدا راز نوموړې په پرلپسې توپونو باندې درې لوبغاړې هم وسوځولې او هېټريک يې هم ترسره کړ.

انجلي چاند د ملېزيا د ماس ايليسا ريکارډ مات کړ، هغې د ۶ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي سوځولي و او دغه ريکارډ يې د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ مياشت کې د چين ښځينه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړی و.

WORLD RECORD ALERT 

Nepal’s #AnjaliChand has taken 6-0 against @maldivescricket in ongoing 13th #SAG2019, 2.1-2-0-6 is the best bowling figures in Women’s T20Is.

Maldives: 16/10 at 10.1 overs
Nepal: 17/0 at 0.5 overs
Nepal won Maldives by 10 wickets with 115 balls remaining. pic.twitter.com/VBNTXXBeXo

— Nepal Cricket (@Nepal_Cricket)December 2, 2019

د نارينه و په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بيا د هند ديپک چاهار د غوره توپ اچونې ريکارډ په خپل نوم لري. نوموړي د بنګله دېش پر وړاندې تېره مياشت د ۷ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي وسوځول، چې يو يې هېټريک هم وکړ، يعنې پرلپسې په درې توپونو درې لوبغاړي سوځول.

د نېپال او مالديپ ترمنځ په دغه شل اوريزه لوبه کې يوه لوبډله هم په دې ونه توانېدله چې ۲۰ پورې منډې ترلاسه کړي. د مالديپ ښځينه لوبډلې په ۱۰.۱ اورونو کې د ټولو په سوځېدو يوازې ۱۶ منډې وکړې، چې حمزه نياز پکې ۹ زياتې منډې وکړې.

ياد هدف د نېپال ښځينه لوبډلې په ۵ توپونو باندې پوره کړ او لوبه کې يې بريا خپله کړه. کاجل شريشتا ۱۳ منډې وکړې او ۴ اضافي منډې هم ورکړل شوې او په دې سره يې لوبه وګټله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې