نړیوال کریکټ

کرکټ د مور او زوی د وروستي دیدن لپاره خنډ شو

د پاکستان کرکټ لوبډلې د لوبغاړي نسیم شاه مور وړمه شپه وفات شوه، په داسې حال کې چې تازه نسیم شاه د ښې کارګردګۍ له کبله په اسټرلیا کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره غړی دی.

ځوان نسیم شاه د پاکستان کرکټ لوبډلې په ګټه پرون په یوه تمریني درې ورځنۍ لوبه کې د اسټرلیا الف لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه، چې لوبه هم مساوي پاي ته ورسیده.

۱۶ کلن نسیم د خپلې مور په جنازه کې هم ګډون ونکړ، خو د مور یې هغه ارمان پوره نشو، چې ویل به یې نسیم د تلویزیون په پرده وګوري.

نسیم شاه چې په ښي لاس توپ وهنه او چټکه توپ اچونه هم کوي، دنده یې توپ اچونه ده.

دغه ځوان کرکټر د پاکستان په داخلي کرکټ سیالیو کې ښه ځلیدلی، چې په څلور ورځنیو ( فرسټ کلاس) په اوو لوبو کې ۲۷ ویکېټې او په څلورو شل اورېزو لوبو کې درې ویکېټې اخیستې دي.

پاکستانۍ ملي لوبډله د اسټرلیا ملي لوبډلې خلاف په درېیو شل اورېزو لوبو کې له سترې ماتې سره مخ شوه، چې ټاکل شوې د دواړو ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ لومړۍ هغه یې د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نیټه په بریسبین ایالت کې پیل او د نومبر میاشتې په ۲۵مه نیټه پاي ته ورسیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې