نړیوال کریکټ

وېسټ انډېز د افغانستان خلاف ورته لوبډله هند پر وړاندې هم غوره کړه

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې خپل نوملړونه اعلان کړل. چې ټاکل شوي ده وېسټ انډېز لوبډله به هندوستان پر لور ډېر ژر ولاړه شې او له وېسټ انډېز سره به یو ورځنۍ او شل اورېزو سیالیو لړۍ پیل کړي.

د شل اورېز سریز لومړۍ سیالۍ به د ډسمبر په ۶ نېټه په حېدرآباد کې او د سیریز دوهمه ۲۰اورېه لوبه به د دسمبر په ۸مه په تریوانپورام کې ترسره شي. وروستۍ لوبه به د ډسمبر په ۱۱مه په ممبی کې وشي.

د وېسټ انډېز ټیم د پنځوس اورېزو سیالیو لپاره اعلان شوي لوبډله په لاندې ډول ده:

کیرون پولارډ (کپتان) ، جیسن هولډر ، ایوین لیوس ، شیلډن کوټریل ، نیکولس پوران ، شمرون هیتمیر ، شای هوپ (ویکټ کیپر) ، الزارري جوزف ، روسټن چیس ، روماریو شیفرډ ، هیډن والش ، سنیل امبریس ، برانډن کینګ ، کیمو پاول ، خیره پیری.

دا د شل اورېز سیریز لپاره د ویسټ انډیز ټیم دی:

کیرون پولارډ (کپتان) ، جیسن هولډر ، ایوین لیوس ، شیلډن کوټریل ، نیکولس پوران ، شیمرون هیټمییر ، دنیش رامین (وکټ کیپر) ، کیسریک ویلیمز ، شیرفون رودرفورډ ، لینډي سیمنز ، هیدن والش ، برانډن کینګ ، کیمو پاول ، خیری پیریري ، فابیان الیر شامل دی.

یادونې وړ ده چې د وېسټ انډېز ټیم د هندوستان پروړاندې د درې یو ورځینیو او شل اوریزو سیالیو لپاره اعلان شوی ، چې د افغانستان پروړاندې هم ورته لوبډله وه ، اوس همدغه ټیم هم د هند خلاف وټاکل شو. په هرصورت ، د t20 ټیم کې یو څه بدلونونه شتون لري.

الزاري جوزف او شای امید په T20 لوبډله کې نه دي غوره شوي. د ویکټ ساتونکي دنیش رامدین د T20 لوبډلې ته راستون شو. په ورته وخت کې ، فابین الن هم د T20 ټیم ته راستون شوی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې