دلوبغاړو په اړه

نوروز منګل باید د خپلو مینوالو زړونو کې، خپل ځای نور هم کلک کړي!

منګل چې کله لوبډلمشر وو، نو لوبه کول یې د اصغر افغان په شان وو، خو ډګر ساتنه یې د ستایلو وه او د لوبو ګټل یې هم ښه وو، د اصغر په شان ده پسې هم ویل کېدل، چې بختي لوبډلمشر دی، نو په همدې پلمه لوبېده او بله یې دا چې هلته مو توپ وهونکي یو بل نه بدتر وو او سم ځای ناستي مو نه لرل.
کله چې منګل صایب، د ټاکنې کمیټې مشر شو، نو لوبډلې یې ډېرې ښې جوړولې او تر ډېره یې د وړتیاوو په حساب ګومارنې کولې؛ ځکه دی یو مسلکي کس وو، د لوبغاړو او ورسره د سیالو لوبډلو پر مهارت پوهېده. یوازېني نیوکه ورباندې دا وه، چې تل خپل ورور لوبوي او یو نیم به هغو هم ورباندې نیوکې کولې چې غوښتل یې بغیر له کومې ښې کارکردګۍ په لوبډله کې واخیستل شي.
خو له کله چې بیا د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی ټاکل شوی، نو له همغه وخته زمونږ توپ وهنه کې د انظمام له تګ نه وروسته، ستونزې یو پر دوه شوې دي، اما نوروز منکل وایي، چې زه لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم.
اوس نو که منګل غواړي چې افغان لوبډله دې نړیوال کریکت کې یو سم ځای ولري او دی دې نور د ډالرو راټولو حرص پرېږدي، نو له شته دندې باندې ځان ګوښه کړي.
د انظام له تلو نه وروسته پکار وو، چې تر هغه لا ښه سر روزونکی او بیټنګ روزونکی ملي لوبډلې ته نیول شوی وای او د توپ وهنې لویه ستونزه مو د تل لپاره ختمه کړې وای.
مونږ ډېرې ښې وړتیاوې لرو، خو د کارولو یې څوک نشته، بلکې ورپسې وژنو یې.

لېکنه: ملک خان لورین

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې