نړیوال کریکټ

وارنر او مارنوس د پاکستاني توپ اچونکو نه وار پار خطا کړى

د اسټراليا او پاکستان په دويمه ټېسټ لوبه کې هم د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر او مارنوس لابوسچاګني په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه چې يو ځل بيا يې د پاکستاني توپ اچونکو نه وار پار خطا کړى دى.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د اسټراليا په ايډلايډ کې ترسره کېږي. دغه لوبه چې نن پيل شوه د اسټراليا لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر او جو برنز توپوهنې ته راووتل او اسټراليا ٨ منډې کړې وې چې شاهين اپريدي د جو برنز ويکټ واخيسته او هغه د ٤ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر کړ.

خو تر هغه وروسته ډيويډ وارنر سره مارنوس لابوسچاګني يو ځاى شو او دواړو په ګډه ٢٩٤ منډې ملګرتيا وکړه او د پاکستاني توپ اچونکو نه يې وار پار خطا کړ.

د لومړۍ ورځې تر پاى پورې اسټراليا د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٣٠٢ منډې وکړې، چې ډيويډ وارنر ١٦٦ او مارنوس لابوسچاګني ١٢٦ منډې کړي او دواړه ناسوځېدلي پاتې دي چې په دويمه ورځ به هم د اسټراليا لپاره توپوهنه پيل کړي.

له اوسني حالت څخه يو ځل بيا ښکاري چې اسټراليا به په دويمه ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته ستره ماته ورکړي او د دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ به په خپل نوم کړي او په اسټراليا کې له اسټراليا د ټېسټ لوبو ګټلو ارمان به د پاکستان همداسې ارمان پاتې شي.

اسټراليا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته په يوه پاڼۍ ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادولو ده چې يادې سيالۍ د ټېسټ لوبو اتلولۍ يا چيمپينشپ کې هم شاملې دي، چې هند د ٣٦٠ نومرو په ترلاسه کولو سره په لومړي مقام او ورپسې د اسټراليا لوبډله ده چې ١١٦ نومرې لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې