نړیوال کریکټ

د چيس او هوپ د ښې توپوهنې په مټ ويسټ انډيز افغان لوبډله په اسانۍ ماته کړه

روسټون چيس او شاى هوپ افغان توپ اچونکي ښه وټکول او د افغانستان له لوري ورکړل شوى هدف يې په ډېرې اسانۍ سره پوره او په لومړۍ لوبه کې يې بنګله دېش لوبډلې ته په ٧ ويکټو بريا ور په برخه کړه.

د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ د روانې لوبلړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن د افغانستان په وخت ماسپښین ۱ بجه د هند د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې پيل شوه.

د افغانستان د پيل توپوهنه ډېره کمزورې وه، چې د پيل توپوهونکي حضرت الله ځاځی په ۹ او جاوېد احمدي په ۵ منډو وسوځېدل، خو رحمت شاه او اکرام علي خېل ذمه واره توپوهنه ترسره کړه او دواړو پنځوسیزې ووهلې چې تر سلو زیاتې منډې ملګرتیا يې وکړه او د افغانستان منډې يې ښه هدف ته ورروانې کړې، خو اکرام علي خېل په تېروتنه خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

د اکرام علي خېل او رحمت شاه له سوځېدو وروسته، پرته له اصغر افغان هېڅ لوبغاړي ښه توپوهنه ترسره نه کړای شوه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵.۲ اورونو کې ۱۹۴ منډې وکړې او د ویسټ انډیز لوبډلې ته يې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه. رحمت شاه ۶۱، اکرام علي خېل ۵۸، اصغر افغان ۳۵ او ګلبدین نایب ۱۷ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره جېسن هولډر، روسټون چیس او روماريو شیفیرډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په پيل کې که څه هم د ويسټ انډيز دوه لوبغاړي ايون ليويس او شيمرون هيټماير ژر ژر وسوځېدل، چې ٧ او ٣ منډې يې ترلاسه کړې، خو تر هغه وروسته بيا شاى هوپ او روسټون چيس په مېدان کې ودرېدل او په زړه پورې توپوهنه يې پيل کړه، دواړو په ګډه د افغانستان د ١٩٥ منډو هدف خپلې لوبډلې ته ډېر اسان کړ.

ويسټ انډيز په ٤٦.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره او په ٧ ويکټو يې د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه. د دوى له لوري روسټون چيس ٩٤ او شاى هوپ ٧٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره بيا مجيب الرحمان ٢ او نوين الحق ١ ويکټ ترلاسه کړه.

افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ٩مه نېټه ترسره کړي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې