افغانستان کریکټ

د اسټراليا او پاکستان لومړۍ لوبه بې پايلي سوه.

پاکستانۍ لوبډله اسټراليا ته د ۳ شل اووريزو لوبو په سفر تللې.

په لومړۍ ۲۰ اووريزه لوبه کي اسټراليا د لوبي پچه وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.

د لوبي په منځ کي باران وسو نو ځکه په ۱۵ اوورونو کي ۱۱۹ منډي هدف وټاکل سو.

د پاکستان لپاره بابر اعظم ۵۹ او محمد رضوان ۳۱ منډي وکړې.

د اسټراليا لپاره سټارک او ريچارډسن دوې دوې ويکټي او اګر يوه ويکټه ترلاسه کړه.

که څه هم اسټراليا ډير تيز پيل وکړ او په ۰۳.۰۱ اوورونو کي يې بيله د ويکټي له زيانه ۴۱ منډي وکړې خو لوبه د باران له کبله ودريده.

اررون فينچ په ۱۶ توپونو ۳۷ ناسوځيدلي منډي وکړې.

لوبه د باران د اورښت له کبله بې نتیجې پایته ورسيده.

سبا غرمه د سيريز دویمه لوبه ترسره کيږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې