افغانستان کریکټ

افغانستان د ويسټ انډيز پر وړاندې په بريا پيل وکړ

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په هند کې سيالۍ د نومبر په ٦مه نېټه پيلېږي، خو تر هغې مخکې نن د افغانستان يوولس کسيزې او د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ يوه تمريناتي لوبه ترسره شوه، چې افغان لوبډلې پکې د ويسټ انډيز لوبډلې ته په ٤ ويکټو ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې په ٣٨.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١٥٦ منډې وکړې او د افغانستان يوولس کسيزې لوبډلې ته يې د ١٥٧ منډو هدف وټاکه.

د ويسټ انډيز يوولس کسيزې لوبډلې له لوري روسټن چېس ٤١، جېسن هولډر ٣١ او ايوين لويس ٢٤ منډې وکړې، همدا راز د افغانستان يوولس کسيزې لوبډلې له لوري نوين الحق ٣، شرف الدين اشرف ٣، ګلبدين نايب ٢، يمين احمدزي ١ او کريم جنت هم ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٥٧ منډو هدف د افغانستان يوولس کيزې لوبډلې په ٣٤.٥ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او تر رسمي سياليو پيلېدو وړاندې يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته په تمريناتي لوبه کې ماته ورکړه.

د افغانستان يوولس کسيزې لوبډلې له لوري رحمت شاه ٤٧، نجيب الله ځدراڼ ٤٠، اصغر افغان ٣٣ ناسوځېدلې او ګلبدين نايب ٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د يادولو ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه به د نومبر په ٦مه نېټه ترسره شي او همدا راز د درې يو ورځنيو، درې شل اوريزو او يوازيني ټېسټ سيالۍ به د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې