افغانستان کریکټ

عزيزي بانک د افغانستان او وېسټ انډېز سياليو د سرليک مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

د افغانستان کریکټ بورډ څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې عزیزي بانک، د افغانستان په کوربه توب په هندوستان کې د ملي لوبډلې او وېسټ انډېز لوبډلې ترمنځ لوبړ لپاره د سرليک عمومي ملاتړ کوونکي (ټايټل سپانسرشپ) حقوق ترلاسه کړل چې په اړه یې تېره ورځ د کریکټ بورډ او عزيزي بانک ترمنځ تړون لاسليک شو.

افغانستان کریکټ بورډ پر وینا د دغه تړون له مخې به د افغانستان او وېسټ انډېز ترمنځ درې يو ورځنۍ، درې شل اورېزې او يوازينۍ ټېسټ لوبه د (عزيزي بانک جام) تر سرليک لاندې پیل شي.

افغانستان کریکټ بورډ چارواکو له عزیزي بانک څخه مننه وکړه، چې تل یې د افغان لوبډلې ملاتړ کړی دی او د بورډ سپانسر شوي دی؛ همدا راز عزیزي بانک مسؤولینو وویل، چې دوی ویاړي چې د دغو لوبو سرلیک حقوق ترلاسه کوي او ترڅنګ یې د لا همکاري ژمنه وکړه.

یادونې وړ ده چې د افغانستان او وېسټ انډېز سيالۍ به د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال د نومبر په ۶مه نېټه پیل شي چې د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې