نړیوال کریکټ

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د شل اورېزو سیالیو لړۍ نن پیلیږي

د پاکستا او اسټرالیا ترمنځ به د شل اورېزو سیالیو لوب لړۍ نن یکشنبه د نومبر په ۳مه نیټه پیل شې چې د دغۍ لوب لړۍ ټرافي به د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو ارون فینچ او بابر اعظم په لوبډلمشرۍ کې د ټرافي په اعلانولو سره پیل شي.

ټاکل شوي ده چې اسټرالیا او پاکستان ترمنځ د درې شل اورېزو لوبو لومړۍ لوبه سبا د سډني په کریکټ لوبغالي کې پیل شي، یادونې وړ ده چې بابر اعظم به سبا یکشنبه د اسټرالیا خلاف ازموینه وي چې نوموړی به د لمړي ځل لپاره د خپلې کپتانۍ لاندې سیالۍ ترسره کوي.

سرفراز وروسته له هغې له کپتانۍ ګوښه کېږي چې سریلانکا په پاکستان کې د شل اورېزو سیالیو لوب لړۍ کې د درې پرله پسې بریاوو پاکستانۍ لوبډله وایټ واش کړه او د شل اورېزو سیالیو لوب لړۍ یې ترې په خپلې بریا سره پایته ورسوله.

یادونې وړ ده چې په نړیواله شل اورېزه درجه بندۍ کې پاکستان لمړي مقام لري، که اسټرالیا درې شل اورېزي سیالۍ په خپلې بریا سره پایته ورسوي او پاکستان کریکټ ملي لوبډله وایټ واش کړي نو بیا به دغه مقام اسټرالیا له پاکستان څخه خپل کړي.

د اسټرالیا لوبډله کې ډیویډ وارنر ، آرون فنچ ، سټیو سمت ، بین مکډرموت ، ایسن ټرنر ، الیکس کیري ، اشټن ایګر ، پیټ کمیسز ، مچل سټارک ، اډم زمپا ، کین ریچارډ سن شامل دي.

ممکن پاکستان لوبډله کې دغه لوبغاړي ولوبېږي بابر اعظم ، فخر زمان ، حارث سهیل ، محمد رضوان ، اصف علي ، افتخار احمد ، عماد وسیم ، شاداب خان ، محمد عامر ، محمد عرفان ، وهاب ریاض.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې