دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جو ډینلي د پښو ټپ له امله د نیوزیلینډ شل اورېز سیریز څخه بهر شو

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی جو ډینلي د ښي پښي ټپ له کبله د نیوزیلینډ خلاف شل اورېز سریز څخه بهر شو.

تمه کيده چې نوموړی به په راتلونکي شل اورېز سریز کې د نیوزیلینډ خلاف سیالیو کې ونډه واخلي خو د راپورنو له مخې چې نوموړی به نیوزیلینډ پر وړاندې شل اورېز سیریز کې ونه لوبېږي او نوموړی یې له لوبډلې ګوښه کړی دی.

د معلوماتو له مخې چې د جو ډینلي پر ځای یې لوبډله کې ټاپ آرډر توپ اچوونکی کریسټس چرچ شامل دی او هغه به په دواړو سیالیو کې نیوزیلینډ پر وړاندې ولوبېږي.

د انګلیڼډ کریکټ چارواکو په وینا چې جو ډینلي به د ټېسټ میچونو لپاره امده شي او د روغتیا په لیدلو سره به په ټېسټ سیالۍ کې واخیستل شي چې دغه سیالۍ به په د نومبر په ۲۱مه نیټه په ماونټ ميونګی کې پیل شي.

انګلیستان کریکټ بورډ یو بیان کې وويل: “هغه به اوس د بیارغونې برنامې پیل کړي او د تور کیپس پروړاندې د دوه میچونو ټېسټ سیریز څخه مخکې به په منظم ډول و ارزول شي.”

یادونې وړ ده ډینلي د آسټرلیا خلاف د کور مخلوط ایشز سیریز پای ته ورساوه ، په پنځو ټېسټونو کې یې ۳۱۲ منډې جوړي کړې ، چې په وروستیو دریو لوبو کې یې درې نیمه سلیزې جوړې کړې.

باید یاده شي چې د دواړو لوبډلو ترمینځ به د پنځو شل اورېزو لوبو دوهمه سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ په ویلینګټن کې ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې